د لاس رسي وړ اتصالات

بوش وايي دی په دې متیقن دی چې د امریکا اقتصاد ځان عیار کولی شي


د امریکا جمهور رئیس وايي دی په دې متیقن دی چې د امریکا اقتصاد ځان عیار کولی شي او د اوسنیو ستونزو نه چې په مالي بازارونه کې پیدا شوي دي ځان بچ کولی شي.

جمهور رئیس بش نن وویل چې دی په دې پوهیږي چې ډیر شمیر امریکایان په هغه څه چې ده ورته د امریکا د اقتصاد ځان عیارول دي په اندیښنه کې دي. ده وویل چې حکومت یې هلې ځلې کوي چې اقتصادي وضعه ښه شی.

ده زیاته کړه چې هغه پراملونه چې مالي بازارونه ورسره مخامخ دي ډیر دردونکي دي خو د امریکا اقتصاد به وکړی شي په اوږده موده کې ددغو بدلونونو تحمل وکړی.

جمهور رئیس د حکومتي او بین المللي موسساتو نه خوښي وکړه چې د مالي بازارونو د ثبات لپاره کارونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG