د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان عسکرو د امرېکا په هېلېکوپټر باندى ډزې کړېدى


د پاکستان چارواکى واېې چې ددوى عسکرو د امرېکا ېوه هېلېکوپټره وروسته له هغه نه چې د پاکستان خاورې ته اووښتى وه دېته مجبور کړله چې بېرته افغانستان ته ولاړه شى.

د پاکستان ځاېې چارواکى واېې چې نن ددوشنبى په ورځ د پاکستان عسکرو پر هغه الوتکه خطاېې ډزې وکړى چې د جنوبى وزېرستان قبېلوى سېمى ته را اووښتىوه.

د پاکستان د پوځ نطاق داخبره تصدېق کړه چې ډزې شوېدى. خو هغه ووېل چې د امرېکا الوتکه د پاکستان خاورې ته نه وه را اووښتى او د پاکستان عسکر ددغو ډزو مسوول ندى. د امرېکا پوځ په دغه پېښه باندى تبصره نده کړى.

تېره اونى د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کېانى خارجى قواوته خبردارى ورکړ چې دپاکستان په خاوره کې عملېات ونکړى. هغه ووېل چې دى به د پاکستان دخاورې د تمامېت او استقلا ساتنه په هرقېمت چې وى وکړى.

جنرال اشفاق کېانى داخبردارى هغه وخت خپور کړ چې امرېکا په قبېلوى سېمه کې د افراطېانو پر اهدافو باندى ېو لړ چپاوونه وکړل. دامرېکا چارواکېو ووېل چې دامرېکا قواو چې په افغانستان کې دېره دى د پاکستان د جنوبى وزېرستان په سېمه کې د هېلېکوپټرونو ېو لړ عملېات وکړل.

د پاکستان چارواکى واېې چې په دغو چپاونو کې د ملکېانو په شمول پنځه لس کسان ووژل شول. پاکستان له همدې امله پر واشنگټن اعتراض وکړ.

جنرال اشفاق کېانى ووېل په دې برخه کې کومه موافقه نشته چې په افغانستان کې د امرېکا په مشرى اېتلافې قواو ته اجازه ورکړى چې له افغانستان نه را واوړى او په پاکستان کې علمېات وکړى.

کېانى ووېل چې دغه راز عملېات به په سېمه کې دافراطېت زېاتول راوپاروى او د ترهگرى خلاف جگړه کې به دمتحدېنو ترمنځ بې اعتبارى رامنځته کړى.

XS
SM
MD
LG