د لاس رسي وړ اتصالات

په شېنډنډ کې د سړک د غاړې په بم کې دوه کسان ووژل شول


د افغانستان چارواکى واېې چې د سړک د غاړى بم چې د شېنډنډ د اولسوالى د اولسوال لپاره اېښودل شوى و ددوشنبى په ورځ ېې دهرات په شېنډنډ کې دوه نور کسان ووژل.

چارواکى واېې چې هغه بم چې په موټر ساېکل کې د شېنډنډ د اولسوال لپاره اېښودل شوى و په هغه باندى دوه نور کسان چې ېو پکى د اولسوال زوى و، ووژل شول. په همدغه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه نور کسان زخمى شوېدى.

په ېوه جلا خبر کې دملگرو ملتونو عمومى منشى بان کېمون د ېکشنبى دورځې هغه برېد محکوم کړ چې په هغه کې ېو موټر بم په کندهار کې د ملگروملتونو له ېوه کاروان سره جنگول شوى و.

هغه ډاکټران چې د سپېن بولدک په ښارگوټى کې مړه شول هغوى دملگروملتونو د نړېوالى روغتېا دادارې لپاره کار کاوه.

رپوټ واېې چې په همدغه چاودنه کې ېو افغان موټر وان چې د ملگرو ملتونو لپاره ېې کارکاوه ووژل شو او پنځه لس نور کسان ېې زخمى کړل.

ښاغلى بان کېمون واېې چې دغو کسانو په داسى موټرونو کې سفر کاوه چې د ملگروملتونو نشانونه پرې په ډېر څرگند ډول لگول شوى وو.

عمومى منشى بان کېمون ووېل چې دغه برېد د وحشت هغه مخ څرگندوى چې په افغانستان کې دسولى او بېارغونى سره مخالف دى.

په ېوه بل خبر کې وېل شوى دى چې په غزنى کې شپږ ماشومان هغه وخت مړه شول چې له ېوه زاړه بم سره ېې لوبى کولى خو بم بېاوروسته پرې وچاودېده.

XS
SM
MD
LG