د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو نړېواله موسسه: اېران لا تر اوسه پورې هم همکارى نه کوي


د ملگرو ملتونو د اټومى اېنرژى د څارنى نړېواله موسسه واېې دوى په دې کار کې ناکام شوېدى چې داخبره معلومه کړى چې اېا اېران د اټومى وسلو د جوړول کوشش کړېدى او که نه.

هغه رپوټ چې نن په وېانا کې خپور شوېدى داټومى اېنرژى دڅارنى نړېوالى موسسى وېلى دى چې اېران د خپل اټومى قابلېت او کفاېت زېاتولو ته ادامه ورکوى.

د ملگرو ملتونو ېو چارواکى چې په دغه رپوټ باندى خبرد ى واېې چې اېران او دملگرو ملتونو د اټوم اېنرژى دڅارنى نړېواله موسسه ددغې مسلى د تحقېقاتو په سر له ېوبل سره ښه ټېنگ جنجال لرى او هېڅ پرمختگ پکى ندى شوى.

د ملگرو ملتونو د امنېت شورى پراېران فشار اچوى چې د ېورانېمو له غنى کونگ نه لاس واخلى. د ېورانېمو د غنى کونگ له پروسى نه وروسته داټومى بم او نورو اټومى وسلو د جوړلو لپاره استعمالېدلى شى.

د امرېکا متحده اېالات او دهغه انډېوالان پراېران باندى داتور لگوى چې اېران لگېاد ى د په دې کار کوى چې اټومى بم جوړ کاندى. خو اېران بېا په دې ټېنگار کوى چې دوى دسوله ئېزو مقاصدو لپاره له خپل اټومى پروگرام نه کار اخلى.

د ملگرو ملتونو داټومى اېنرژى دنړېوالى موسسى رپوټ د مى په مېاشت کې خپور شوى و او دهغو ادعاگانو په برخه کې ېې اندېښنه څرگنده کړې وه چې واېې اېران داټوم وسلو د جوړولو په تکل کى دى.

XS
SM
MD
LG