د لاس رسي وړ اتصالات

کاليفورنيا په رستورانونو کې د ټرانس نومې شحم پر کارولو بندیز لگولی


د کاليفورنيا حکومت په رستورانونو کې د ټرانس نومې شحم پر کارولو بنديز لگولی. کاليفورنيا د امريکا لومړی ایالت دی چې د دې شحم کارونه يي ناقانونه اعلا ن کړې.

حکومتي چارواکي وايي چې ټرانس د وينې د شريانونو د بنديد ولا مل گرځي. ډاکتران دا پريکړه ستايي خو عا م وگړي پريکړه خپلو ازادیو ته يو گواښ گڼي.

نوی قانون د کا ليفورنيا په رستورا نونوکې د ټرانس شحم کارونه نا قانونه گڼي. او د رستورانونو مالکان مجبوروي چې دد ې شحم پر ځای د خوړولو نورغوړی وکاروي.

که څه هم طبي کارپوهان د حکومت د دې اقدام ملا تړکوي، خو د رستورانونو مالیکان له نوي قانون نه خوښ ندي. د پاټسي لين راستوران مالک د نوي قانون په اړه وايي:

"زه فکر کوم دا يوه شخصي پر يکړه ده چې زموږ سر پرې نه خلاصيږي. هرسړي موږ ته وايي چې څه وکړو، چير ته ويده شو، څه شی وچلوو"

ټرانس شحم له سبزيو څخه د جو ړوشويوغوړيو د هايدروجنيشن ‏(‎د هايد روجن د يوځا ی کېدو عملېه‏)‎ په نتيجه کې رامينځ ته کيږي. دا يو مصنوعي ترکيب دی چې د زړه د يو‍ شمير ناروغيو د رامينځ ته کېدو لامل گرځي.

کاليفورنيا کې د زړو نو نا روغی يوه له سترووژو نکيو ناروغيو څخه ده.

د داخله ناروغيو يو ډاکټر، مايکل هيرت وايي :"دا د کا ليفورنيا لپاره ډير ښه کار دی. هر کال د ټرانسټ د کارونې له امله بې موجبه سلگونه خلک مړه کيږي.له راستورانونو نه ددې په ويستلو سره به موږ ډیر خلک د زړه له نا روغيو وژغورو."

د څو کلونو راهيسې ریستورانونو د ارزانې بيی په خاطر د روغتیا لپاره د گټورو غوړيو پر ځای د ټرانس شحم کا رول پیل کړل. له ارزانې بيې سر بيره ټرانسټ شحم د خوړو عمر هم اوږدوي.

عام وگړي وايی چې دوی خپل وريته شوي خوا ړه په زړه بڼه خوښوي.

نوي قانون ليکونکې ټونې مينډوزا د قا نون ملا تړ کوي او وايي: "دا د حکو مت دنده ده چې زموږ سلامتيا او روغتيا تضمين کړي."

د کاليفورنيا د راسټورانونو مالکان اړ دی چې د یو کال په موده کې پر دغه قانون عمل وکړي، که نه د سر غړونې په صورت کې به تر زر ډالرو جرم ورکوي.

XS
SM
MD
LG