د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي ته د ترکیې د حکومت پیغام


نن په کابل کې د ترکیې د جمهور رئیس عبدالله گل ځانگړي استازي، فریدون سینرلي، جمهور رئیس حامد کرزي ته د ترکیې د حکومت پیغام وړاندې کړ.

په پیغام کې راغلي چې ترکیه د افغانستان د بیارغاونې په بهیر کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او همدا شان د حامد کرزی په مشرې د افغانستان د دولت نه ملاتړ کوي.

پیغام کې ویل شوي چې ترکیه د افغانستان د خلکو ملاتړې ده.

حامد کرزي د ترکیې د مرستو مننه وکړه.


XS
SM
MD
LG