د امریکا حکومت په پاکستان کې خپاره شوي هغه رپوټونه رد کړل چې گوندی امریکایې هیلی کوپتری د افغانستان څخه د پاکستان خاروی ته ننوتي او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي.
د امریکا د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې اصلاً دا ډول کوم څه پیښ شوي ندي.
په همدې حال کې په افغانستان کې ائتلافي ځواکونو هم ویلي چې د هغوئ هیڅ یو هیلیکوپتر د پاکستان خاروی ته وراوختی ندې.
بل پلو، د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز خبر ورکړې چې که چیرته د پاکستان د سیاست کولو واک د اردو او استخباراتو د ادارې نه واخستل شي او د پریکړو صلاحیت یوازې د ملکي حکومت سره اوسي، نو نه یوازې دا چې د افغانستان د وضعیت لپاره به گټور اوسی بلکه د سیمې لپاره هم گټور تمامیدی شي.
دغه مرکز چې د پاکستان وضعیت تر مطالعی لاندې نیول ترڅنگ یې په پاکستان کې ورستي بدلونونه د افغانستان په گټه ارزولي دي.
ددی مرکز غړو په پاکستان کې د بدلون راتلو وروسته پر افغانستان اغیز، په وروستیو میاشتو کې د دواړو هیوادونو اړیکی او د افغانستان سره د نوي ملکی حکومت د همکارۍ څرنگوالی څیړلی دی.
دوی وایې که چیرته پاکستان د تروریزم په وړاندې جگړې کې پوره همکاري وکړي نو په افغانستان کې به وضعیت ښه شي.
دوی وایې دا کار هله کیدی شي چې په پاکستان کې د ورستیو پریکړو صلاحیت د ملکي نوي حکومت سره اوسي.