د لاس رسي وړ اتصالات

نړېوالې مرستې 'د افغانستان د حکومت له لاری باید په مصرف ولګول شي'


د افغانستان د بیارغونې د صندوق د کارونو د څېړنې په اړه یو وروستي رپورټ په ډاګه کړې چې نړېوالې مرستې دی د افغانستان د حکومت له لاری په مصرف ولګول شي.

پدغه رپورټ کې راغلي چې اوس په حکومتي ادارو کې کاري ظرفیتونه لوړ شوي او مرستې په ښه او اغېزمنه توګه پرځای لګېدای شي.

د افغانستان د مالېې وزیر ډاکټر، انوار الحق احدي، نن یو خبري کنفرانس ته وویل چې د نړېوالې ټولنې استازو ورسره په ګانا کې ژمنه کړی چې تر دوه زره او لسم کاله پوری به خپلې نیمايي مرستې د حکومت له لاری مصرف کړي.

احدي زیاته کړه چې تر بل هر وخت د افغانستان ماليي استقرار غوره شوی.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشرې مریم شېرمن دی خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان دبیارغونې صندوق په دوه زره او دویم کال کې تاسیس شوی او تر اوسه پوری یې دوه اشاریه شپږ ملیارده ډالر د حکومت عادي او انکشافي بودجې ته ورکړي.

هغې زیاته کړه چې له دغه صندوق سره ۲۷ هیوادونو مرسته کړه چې امریکا، بریطانیا، جرمني، هالند او ایټالیا یې غوره پنځه دي.

دا څېړنه چې د سکن ټیم په نوم یوی ناروېجني موسسې ترسره کړې پکې ددغه صندوق راتلونکی ستراتېژیک پلان وړاندی شوی او د مرستندویه منابعو ویل شوي چې د افغانستان د بیارغونې صندوق سره به تر ۲۰۲۰ کاله پوری مرستې وکړای شي.

XS
SM
MD
LG