د لاس رسي وړ اتصالات

'د باجوړ په عملیاتو کې ٩ جگړه ماران وژل شوي دی'


د پاکستان چارواکو ویلي، امنیتي قواوو د باجوړ په قبایلي سیمه کې په روانو عملیاتو کې لږ تر لږه نهه مشکوک جگړه ماران وژلي دي.

امنیتي مقامات وايي، د پاکستان پوځ چې هلیکوپترې او جنگي جیټ الوتکې ورسره وې، نن د سه شنبې په ورځ د مشکوکو جگړه مارانو پر مرکزونو بمباري کړې ده.

پوځ وايي، په دې وروستیو ورځو کې د القاعده او طالبانو په خلاف په روانو عملیاتو کې لږ تر لږه ١٠٠ تنه وژل شوي چې اکثره یې تندروان وو.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان نوی جمهور رئیس، آصف زرداري نن په لندن کې د برتانیې له صدراعظم گورډن براون سره د پاکستان په قبایلي سیمه کې پر روانه وضعه خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت ویلي د قبایلو په سیمه کې به د تندروانو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي خو ویلي یې دي چې بهرنیو قواوو ته به اجازه ورنکړي چې د دوی خاورې ته ننوځي.

XS
SM
MD
LG