د لاس رسي وړ اتصالات

چین پر ایران باندې له نوي بندیزونو  سره اختلاف لري


د چین حکومت ویلي، پر ایران باندې د ملگرو ملتونو زیاتېدونکي بندیزونه به د ایران د اتومي تاسیساتو پر سر روان جنجال حل نکړي.

د متحده ایالاتو چارواکو د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه پر ایران باندې د تازه بندیزونو د لگولو امکان وښوده چې د اتومي انرژئ نړیوالې ادارې پر تهران تور ولگاوه چې د دوی څارونکو ته یې اجازه نده ورکړې چې د هغه ملک اتومي فعالیتونه وگوري.

فرانسې نن اعلان وکړ چې پر ایران د تازه بندیزونو د لگېدلو ملاتړ کوي.

خو د چین د بهرنیو چارو د وزارت استازي ویلي چې د نړیوالې اتومي انرژئ د ادارې او د ایران د چارواکو تر منځ خبرې به د مشکل د حل کولو تر ټوله غوره لار وي.

او د ایران چارواکو نن اعلان وکړ چې د پارس د خلیج د امنیت د ساتلو دنده یې سپاه پاسداران انقلاب ته سپارلی دی.

XS
SM
MD
LG