د لاس رسي وړ اتصالات

'ددې قوى امکان شته دى چې افغانستان په کورنى جنگ اخته شى'


د گارډېن ورځپاڼه لېکى چې ددې قوى امکان شته دى چې افغانستان په کورنى جنگ اخته شى.

د بریطانى د گارډېن ورځپاڼه لېکى چې په برطانېه کې د لېبرال دېموکراتانو پخواني مشر لورډ اشډون خپل گوند ته خبردارى ورکړېدى، چې ددې خبرى ډېر نېژدى امکان شته دى چې افغانستان په ېوه کورنى جنگ اخته شى.

ښاغلى آشډون هغه مکتوب چې د ډېسېمبر په مېاشت کې ېې صدر اعظم ته لېکلى و خپور کړ. په دغه مکتوب کې هغه حکومت ته سلا مشوره ورکړى وه.

هغه خپلو اورېدونکېو ته ووېل له هغه وخت راهېسى چې ده دا مکتوب لېکلى دى په افغانستان کې حآلات نور هم پسى خراب شوېدى.

د گارډېن ورځپاڼه لېکى چې آشډون پخوا د اروپاېې اتحآ د له خوانه په بازنېا هرزه گووېنېا کې استاځى و. وروسته ېې بېا په افغانستان کې دملگرو ملتونو د استازېتوب لپاره مبارزه وکړه. خو دهغه له تقرر سره د روان کال د جنورى په مېاشت کې مخالفت وشو. دا کار ېوه مېاشت وروسته دهغه مکتوب له لېکلونه وشو چې هغه په دى اونى کې خپور کړ.

د گارډېن ورځپاڼه لېکى چې هغه تېره شپه د تېرو لسو مېاشتو د حالاتو په باب د خبرو په ترڅ کې ووېل زه په دې وېرېږم چې په تېر ېوه کال ېا کمه موده کې په افغانستان کې داسى څه ندى پېښ شوى چې په دې مکتوب کې چې کوم تحلېل شوى و په هغه کې بدلون راوستل شى.

رېښتېا دا ده هغه څه چې په دې مکتوب کې لېکل شوى دى له هغى نه وروسته چې څه پېښ شوېدى اوسنى حالات نور هم خواشېنوونکى دى.

گارډېن لېکى هغه اصلى مکتوب چې د برطانېې حکومت ته په ٢٠٠٧ مېلادى کال کې د ډېسېمبر په مېاشت کې ولېږل شو په هغه کې داسى لېکل شوي وو: "... موږ په کافى اندازه عسکر نلرو. موږ مرسته او اراده نلرو چې افغانستان تر زرکاله پخوا ، ښه او بدل کړو."

حتى که دغه راز منابع پېدا هم شى نو واېې چې دى داسى فکر نه کوى چې دا به ممکنه وى چې د افغانستان حآلات دې په راتلونکېو پنځه وېشت کلونو کې بدل کړى شى.

د گارډېن ورځپاڼه لېکى چې آشډون د افغانستان په برخه کې د ډېټن د سولى د ېوه سېمه ئېز تړون په څېر ېوه توافق لپاره غږ کړېدى. ښاغلى آشډون واېې چې په دې تړون کې به د سېمى مهم هېوادونه په خاص ډول اېران دخېل وى.

گارډېن لېکى چې آشډون په دې برخه کې واېې چې ښاېې په سپېنه ماڼى کې بدلون ددې پوښتنى لپاره ښه ځواب برابر کاندى. هغه واېې چې په امرېکا کې ېونوى جمهور رئېس ښاېې په دې قادرشى چې دغه راز کار وکړى.

په امرېکا کې د دېموکرات گوند د جمهورى رېاست کاندېد براک اوباما چې په کوم زړورتوب دنړېوالو مساېلو په باب د څواړخېزو اقداماتو په برخه کې خبرى کوى اوله زړو دښمنانو سره د جرگو اومرکو خبرى کوى ښاېې دې به ېوازېنى سړى وى چې ددغه راز ېومهم کار دسرته رسولو لپاره مناسب وى او وکولى شى چې دومره مهم کار سرته ورسوي.

د اسو شېتېد پرېس خبرى اژانس نن د سه شنبى په ورځ لېکى چې په تېرو شپږو مېاشتو کې دافغانستان اوه سوه او شل تنه پولېسان د ېاغېانو په حملوکې وژل شوېدى.

رپوټ واېې په تېرو شپږ و مېاشتو کې ېاغېا نو په بم چونو او نا څاپې حملوکې زېاتوالى راوستى دى.

رپوټ دکورنېو چارودوزارت دنطاق له قوله لېکى چې پولېسان زېاتره د افراطېانو په مخامخ حملوکې وژل کېږى. دغه ٧٢٠ کسان په افغانستان کې دافغانستان د جنترى په اېساب د سږکال په اولو شپږ و مېاشتو کې وژل شوېدى.

خو په ٢٠٠٨ مېلادى کا ل کې تراوسه پورې افراطېانو، ٩٢٥ پولېسان وژلى دى. ددې مطلب دادى چې برېدونه زېات شوېدى.

د افغانستان ٨٢ زره پولېسان ددغه هېواد د ملى اردو په تناسب ښه وسله نلرى اوروزنه ېې هم کمه ده. په دې اېساب د افراطېانو لپاره په زړه پورې هدف گڼل کېږى.

پردې سر بېره پولېس دافغانستان په ېوشمېر ډېرو خطرناکو سېمو کې د وړو ډلگېو په موجودېت کې سفر کوى.

د اسوشېتېد پرېس خبرى اژانس لېکى چې د ناټو د نړېوالى سوله ساتنى قوه ېا اېساف واېې چې ددوى قواو د وردگو په ولاېت کې لس افراطېان د کابل او کندهار په لاره کې دېکشنبى په ورځ ووژل.

رپوټ واېې چې ېاغېانو پر عسکرو باندى په راکټ لانچرونو باندى حمله وکړه او عسکرو نه ېوازې د توپ ډزې پرې وکړى بلکه دناټو جنگى الوتکى ېې هم پسى راوغوښتلى.

دا جگړه د کابل نه څلوېښت مېله جنوب لوېدېځ خواته پېښه شوه. د اشوشېتېد پرېس خبرى اژانس واېې چې سږکال تراوسه پورې په افغانستان کې ۴١٠٠ کسان وژل شوېدى.

په دې کې زېاتره افراطېان ول اود بغاوت په اړه نښتو کې وژل شوېدى. داسوشېتېد پرېس خبرى اژانس واېې چې دوى دا شمېرنى زېاتره له افغانى او لوېدېځو منابعو نه اخېستى دى.

XS
SM
MD
LG