د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د عېسوېانو او هندوانو ترمنځ نښتو کې شل تنه وژل شوېدی


د هند د اوړیسا ایالت کې یوې ډلې وسله والو کسانو د پولیسو پر یوه پوسته حمله کړې او یو پولیس یې وژلی دی. په دهغه ایالت کې له څو اونیو راهیسې د هندوانو او عیسویانو تر منځ شخړه روانه ده.

چارواکي وايي، قهرېدلو وسله والو نن ځکه د پولیسو پر پوسته حمله وکړه چې څو ورځې مخکې پولیسو د هندوانو پر یوې مظاهرې ډزې کړې وې او دوه هندوان پکې وژل شوي وو.

د هندوانو او عیسویانو تر منځ په دغه شخړه کې لږ تر لږه ٢٠ تنه وژل شوي دي. ډیر وژل شوي کسان عیسویان دي.

هندوانو یوې کلیسا ته اور اچولی او د عیسویانو کورونه ور سوزولي او هغوی یې مجبور کړي چې حکومتي ودانیو ته پناه ور وړي.

XS
SM
MD
LG