د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کې څلور عسکر وژل شوي دي


په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایئتلافي ځواکونه وایې د هیواد په ختیځ کې د سرک غاړې په یوی بمي چاودنه کې څلور عسکر او یو افغان وژل شوي دي.

ائیتلافي ځواکونو د چاودنې د ځای اود وژل شوو عسکرو د هویت په اړه څه ندي ویلي خو په ختیځ کې اکثره میشت بهرني ځواکونه امریکایان دي.

د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکا او ناټو جگپوړي قوماندان جنرال داوید مکیرنن وویل چې په دی هیواد کې د طالبانو پر ضد جگړې لپاره پنځلس زره عسکرو ته ضرورت دي.

او ملگري ملتونه وایې د اگست میاشتې رادیخوا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د طالبانو د رژیم نسکوریدو وروسته د ملکي خلکو وژنې شمیر تر ټولو لوړ و.

د م م د بشري حقونو کمشنر نیوی پیلې وایې په هرات کې د امریکا په مشرۍ د هوایې ځواکونو په بمبارد کې د نوي کسانو په گډون تیره میاشت ٣٣٠ ملکیان وژل شوي دي.

م م وایې په همدې یو کال کې د ملکي کسانو د وژنې شمیر یو زرو څلور سوو ته رسیدلې چې د تیر کال په پرتله څلویښت په سلو کې لوړ دی.

اکثره وژل شوي کسان د طالبانو په شک وژل شوي.

پدی رپوټ کې د هوایې بمباریو د زیاتوالی یادونه شوی او د نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې په خپلو پوځي عملیاتو کې د ملکی خلکو تفکیک وکړي.

XS
SM
MD
LG