د لاس رسي وړ اتصالات

په شمال غربى پاکستان کې 'د امرېکا د توغندېو ډزې شوېدى'


د پاکستان د استخباراتو چارواکى واېې چې نن د چارشنبى په ورځ د امرېکا ېو ې مشکوکې بې پېلوټه الوتکى د شمال غربى پاکستان په قبېلوى سېمه کې دتوغندېو ډزې وکړى او لږ تر لږه پنځه کسان ېې ووژل.

هغوى واېې چې څلور کسان په دغه حمله کې د جنوبى وزېرستان په سېمه کې چې د افراطېانو پوخ سنگر گڼل کېږى ووژل شول. درى نور کسان په همدغه حمله کې زخمى شوېدى.

د امریکا د پوځ قومندان لوى درستېز ماېک ملېن د پاکستان د چارواکو سره د هغو ستوزو د هوارولو لپاره خبرې کړي چې د پاکستان په خاوره کې د امریکايي عسکرو د توغندیو د لگېدلو له آمله پیدا شوي دي.

د وسله وال پوځ لوی درستیز مایک مولن نن د چهارشنبې په ورځ د صدراعظم یوسف رضا گیلانو او د پاکستان د پوځ د قومندان اشفاق کیاني سره په جلا جلا ډول په اسلام آباد کې وکتل او ورته وې وېل چې امرېکا د پاکستان د خاورى د تمامېت درناوى کوى. .

د پاکستان پوځ چارواکېو ووېل چې دمطبوعاتوهغه رپوټونه غلط دى چې واېې پاکستان امر کړېدى چې که کومه الوتکه له سرحد نه را واوړى پرهغې دې ډزې وشى.

د پوځ دغه چارواکى امرېکا غږ ته ووېل چې د پاکستان پوځ له ځان سره داحق خوندى ساتى چې له ځان نه ددفاع لپاره دهرډول خارجى تجاوز په مقابل کې مقابله وکړى.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس نن په کابل کې وویل چې امریکا به له پاکستان سره د القاعده د مرکزونو په لمنځه وړلو کې مرسته وکړي.

ښاغلي گیټس وویل چې د قبایلو په سیمه کې د پاکستان د پوځ وروستیو عملیاتو ورته تمه پیدا کړې ده. خو هغه په افغانستان کې د تشدد د پیښو د زیاتېدو پړه د پاکستان په خاوره کې پر فعالو جگړه مارانو ور واچوله.

XS
SM
MD
LG