د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراېېلو واکمن کدېمه گوند نن راېې ورکوى چې خپل نوى مشر وټاکى


د اسراېېلو واکمن کدېمه گوند نن د چارشنبى په ورځ راېې ورکوى چې خپل نوى مشر وټاکى. سروې گانىدا سى ښېې چې د اسراېېلو خارجه وزېره تېزېپ لېوېن به دا راېې وگټى.

د کدېمه گوند ٧۴ زره غړى د راېو ورکولو مستحق دى چې د صدر اعظم اېهود اولمېرت په ځاى بل څوک وټاکى. اولمېرت چې د ادارې فساد تورونه پرې لگول شوېدى وعده ېې وکړه چې کله دده گوند بل مشر وټاکى نودى به سمدلاسه استعفې وکړى.

دې په ادارې فساد کې د لتاړېدلو تورونه ردوى.

د کدېمه په گوند کې د دغه گوند مشرى لپاره مخکښ کسان ېوه خارجه وزېره تېزېپ لېوېن ده اوبل د حمل اونقل وزېر شال موفظ دى.

سروې گانى دا څرگندوى چې دادواړه له دوه نورو کاندېدانو نه چې ېوېې دکورېنو چارو وزېر مېرېت شېترېت دى او بل ېې دعامه امنېت وزېر اوي ډېکټر دى مخکى دى.

د کدېمه گوند مقررات واېې چې د انتخاباتو گټونکىباېد لږ تر لږه څلوېښت فېصده راېې وگټى. که نه بېا له سره انتخابات کېږى. دنن ورځې په راېو اچولو کې تراوسه پورې دراېو فېصدى دېارلسو ته رسېدلى ده.

XS
SM
MD
LG