د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس د ملکي افغانانو پر وژنه ژوره خواشیني وښوده


د امریکا د دفاع وزیر ویلي، امریکايي قواوې باید نوره هڅه وکړي چې په افغانستان کې د عملیاتو پر وخت د ملکي خلکو د وژل کېدو مخه ونیسي.

گیټس نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د ایتلافي قواوو په بمبارئ کې ملکیانو د وژل کیدو له آمله ټولو افغانانو ته د خواخوږئ پیغام استوي.

هغه وویل، د امریکا پوځ تر خپله وسه کوښښ کوي چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي، خو ویې ویل چې پوځ باید خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړي.

د افغانستان حکومت او خلک په عملیاتو کې د ملکي خلکو د وژل کېدو له آمله پر امریکايي قواوو قهرېدلي دي.

ښاغلي گیټس په دې اړه له جمهور رئیس حامد کرزي سره خبرې کړي دي.

له بلې خوا، ایتلافي قواوو نن وویل چې د ملک په ختیځو برخو کې د سرک د غاړې د بم په چاودنه کې څلور عسکر او یو افغان وژل شوی دی.

ددغې چاودنې دقیق ځای او د وژل شویو عسکرو هویت تر اوسه ندی ښودل شوی.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د قواوو قومندان، جنرال ډیویډ مکیرنن

پرون وویل چې په افغانستان کې ١٠ زرو اضافي قواوو ته ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG