د لاس رسي وړ اتصالات

بش: په ېمن کې حمله دا څرگندوى چې امرېکا له افراطېانو سره په جگړه بوخته ده


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش ووېل په ېمن کې د امرېکا پر سفارت باندى حمله دا څرگندوى چې امرېکا له افراطېانو سره په جگړه بوخته ده.

اسلامى سر تېرى دهغه موټر بم د چولو ادعا کوى چې د ېمن په پاېتخت صنعا کې د امرېکا له سفارت نه بهر وچول شو. په دغه بم چونه کې لږ تر لږه شپاړس کسان ووژل شول.

په ېمن کې ېوې ډلې چې ځان ته د اسلامى جهاد ډله واېې دا گواښ ېې کړېدى چې په اېنده کې به نورې حملى هم وکړى.

ښاغلى بش چې په سپېنه مآنى کې خبرى کولى ددغى حملى د قربانېانو خپلوانو ته د خواخوږى پېغام ور واستاوه. هغه ووېل چې امرېکا به په دغه راز حملو باندى بې زړه نشى او له هغو سېمو نه به ونه وزى چې افراطېان غواړى وتلو ته ېې اړکړى.

د امرېکا د سفارت نطاق رېان گلېها نن د چارشنبى په ورځ ددغه موټر بم له چاودنى نه وروسته څو نورى چاودنى هم وشوې.

عېنى شاهدان واېې چې له چاودنى نه وروسته دوى پر سفارت باندى ډزو کولو اوازونه هم واورېدل.

د امرېکا د خارجه وزارت نطآق شان مکورمک ووېل چې دا حمله ېوه ناکامه هڅه وه چې د سفارت شاوخواته امنېت خراب کاندى. هغه ووېل چې داحمله دالقاعده د حملو نښى نښانى لرى. خو تراوسه پورې امرېکا دانتېجه گېرى نده کړى چې داحمله چا کړېده.

XS
SM
MD
LG