د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان په زرگونو اضافي عسکرو ته ضرورت لري'


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو عالي رتبه امریکايي قومندان له خولې لیکلي چې په افغانستان کې یې د ملکي خلکو د وژل کېدو د مخنیوي لپاره نوي قوانین جوړ کړي دي.

جنرال ډیویډ مکیرنن چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو قومندان دی، ویلی دی چې په افغانستان کې په زرگونو اضافي عسکرو ته ضرورت لري.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي چې جمهور رئیس بوش د راتلونکي کال په پیل کې افغانستان ته د خاصو قواوو د یوه کنډک او د پوځ د یوې لوا د لیږلو امر کړی دی. خو جنرال مکیرنن وايي، لږ تر لږه درې لوا گانو ته ضرورت لري چې شمیر یې ١٥ زرو عسکرو ته رسیږي.

مکیرنن وايي، همدا د عسکرو کموالی باعث شوی چې قواوې پر هوايي ځواک زیاته تکیه کوي او په بمباریو کې ملکي خلک له منځه ځي او د افغانستان د حکومت او خلکو د قهر او غصي سبب کیږي.

جنرال مکیرنن وايي، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یې د سپتمبر په دوهمه نیټه د ناټو د قواوو پر عملیاتي تاکتیکونو له سره غور کړی او نوي مقررات وضع شوي دي.

ددغه بدلون پر اساس د کورونو په تالاشیو کې باید افغان عسکر په مقدمه جبهه کې ځای ولري او له حملې نه مخکې باید راپورونه د څو منابعو له خوا تائید شي او د قواوو عملیات باید په هدف برابر او دقیق وي. مکیرنن وايي، اکثره دغه نوي مقرارت عملي شوي دي او پر ځینو یې کار روان دی.

په مقاله کې راغلي چې ناټو د هرات د شینډنډ د ولسوالۍ د عزیز آباد د کلي له پیښې وروسته پر خپلو تاکتیکونو له سره غور پیل کړ. د افغانستان حکومت وویل چې د عزیز آباد په پیښه کې بهرنیو قواوو له افغانستان سره د کړي تړون نه سرغړونه کړې ده.

ملگرو ملتونو او د افغانستان حکومت وویل چې د عزیز آباد پر کلي باندې په بمباریو کې ٩٠ تنه وژل شوي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپانې په خپله مقاله کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کمیشنرئ هغه رپوټ ته هم کتنه کړې ده چې پرون د سه شنبې په ورځ خپور شو. په دغه رپوټ کې ویل شوي چې سږ کال په افغانستان کې ملکي تلفات د تیر کال په نسبت دوه چنده شوي دي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې بیا پاکستان ته د امریکا د وسله وال پوځ د لوی درستیز مایک مولن د سفر په باب مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، ښاغلی مولن په داسې حال کې د پاکستان د لوړ رتبه چارواکو سره گوري چې د پاکستان خاورې ته د امریکايي قواوو ننوتل او هلته د القاعده او طالبانو پر مرکزونو باندې حملې، ددغو دواړو متحدو ملکونو تر منځ د ستونزو باعث شوي دي.

واشنگټن پوسټ لیکي، جنرال مولن پرون د سه شنبې په ورځ له هغه څو ساعته وروسته پاکستان ته سفر وکړ چې د پاکستان د پوځ د یوه نطاق له خولې وویل شول چې، عسکرو ته امر شوی که د سپتمبر د درېیمې نیټې د پیښې په څېر امریکايي قواوې یې حریم ته داخلې شي نو حمله دې ورباندې وکړي.

د اسوشیتډ پرس خبري آ‏ژانس د پاکستان د پوځ د نطاق جنرال اطهر عباس له خولې دغه خبره لیکلې وه.

ورځپاڼه لیکي، د امریکايي قواوو د بې پیلوټه الوتکو له څو بمباریو وروسته د امریکا پلي کمانډو عسکر په لومړي ځل د سپتمبر په ٣مه معلومداره د پاکستان خاورې ته ننوتل او په جنوبي وزیرستان کې یې پر یوه مرکز باندې حمله وکړه چې فکر کېده جگړه ماران پکې پټ وو.

خو د پاکستان د چارو څارونکي وايي، ددې امکان نه ویني چې پاکستاني عسکر دې پر امریکايي قواوو ډزې وکړي ځکه چې د تروریزم په خلاف جگړه که د ٢٠٠١ کال راهیسې ورسره ملگري دي.

خو د سه شنبې په ورځ پاکستان وویل، چې مطبوعاتو د جنرال اطهر عباس خبره په ناسمه توگه خپره کړې ده.

د مایک مولن یوه نطاق وویل، هغه به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو ملکونو تر منځ د همکاریو د زیاتولو او د قبایلو په سیمه کې د ترهگرو په خلاف د عملیاتو د لا اغیزمنتوب په باب خبرې وکړي.

واشنگټن پوسټ وايي، دا په تیر یوه کال کې پاکستان ته د امریکا د وسله وال پوځ د لوی درستیز پنځم سفر دی.

XS
SM
MD
LG