د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس بش د امریکایی مسلمانانو ستاینه کړیده


د جمهور ریس بش په اته کلنه دوره کی دا اتم ځل دی چی په سپینه ماڼئ کی د روژه ماتی دعوت جوړیږی او د لمر پریوتو سره پکی روژه ماتیږی.

جمهور ریس بش راغلو روژه دارو میلمنو ته په وینا کی د امریکا په ټولنه کی د مسلمانانو د رول ستاینه وکړه او وی ویل چی زمونږ د ټولنی د ټولو نه قوی عنصر دا دی چی دلته مذهبی رنگا رنگی او تنوع موجوده ده.

بش: "امریکا کی د هر مذهب منونکی په ازادئ سره ژوند کوی. او دا زمونږ د ټولو ایمان دی چی هر څوک د خپلی خوښی عبادت په ازادئ سره وکړی. مونږ د هر ډول خرافاتو او تعصباتو غندنه کوو."

جمهور ریس بش وویل چی په تیرو اتو کالو کی زما حکومت د امریکایی مسلمانانو سره په شریکه کار کړیدی ترڅو د ټولو مذاهبو سره په گډه د انصاف او روا دارئ دپاره مبارزه وکړو.

جمهور ریس بش د رژه ماتی دعوت کی حاضرو هغو امریکایی مسلمانانو یادونه هم وکړه چی د ژوند په مختلفو برخو کی یی د قدر وړ خدمتونه تر سره کړیدی. چی په دی کی مسلمانان ډاکټران، انجینران او حتی چی فضایی ساینس کی فعالیت کونکی هم شامل دی.

بش: "د تاریخ په اوږدو کی مسلمان مفکرینو او ساینس پوهانو، د انسانی ارتقا او پوهی په لړ کی ډیر خدمتونه تر سره کړېدی. د فلسفی، ارټ، شاعرئ، ریاضی او د طب په میدانونو کی د مسلمانانو د خدمتونو نه تر ننه پوری د نور مذاهبو منونکی گټه اخلی. او اوس چی یوشتمه پیړئ پیل شوی نو امریکا کی میشت مسلمانان لگیا دی د ابتکار او اختراع په ډگرونو کی نومونه گټی."

جمهور ریس بش دا هم وویل چی د امریکا متحده ایالات د نړئ د مسلمانانو سره په گډه په دنیا کی د ازادئ د خورولو دپاره مبارزه کوی.

"مونږ د عراق او افغانستان د خلکو سره مرسته کوو ترڅو د کلنو کلنو د جبر او استبداد نه پس ځانته یوه ازاده ټولنه جوړه کړی. او مونږ به په دی بختوره میاشت کی هغه امریکایی مسلمانان هم نه هیرو چی د امریکا په فوځ کی وظیفه کوی او ځانونه یی قربان کړیدی. او همدا خلک دی چی زمونږ د ملت اصله سرمایه یادیږی، او زه په دی ویاړ کووم چی د داسی عسکرو سر لښکر یم."

د سپینی ماڼی د سږنی کال په روژه ماتی کی د نورو نه علاوه د کویت صدر اعظم شیخ نصر محمد الاحمد الصباح هم میلمه و.

د روژه ماتی نه پس د امریکا د فوځ یو پیش امام عبدالله هولوی د ماښام جمع ورکړه. ده د مانځه نه پس په شریکه دعا کی وویل چی الله تعالی دی حاضرو کسانو ته توان ورکړی چی د ژوند د ټولو امتحانانو نه په کامیابه سره تیر شی. او الله تعالی دی ورته د جرات سره دانش، نظم و ضبط او تقوی هم نصیب کړی.

"یا الله مونږ ته توفیق راکړی چی د خپلی روژی په برکت د ټولو انسانانو د خیر ښگڼی دپاره زیار وباسو او ټوله دنیا کی سوله عام کړو. یا الله مونږ په دی شکر وباسو چی د روژی په برکت دی راته د کردار او اخلاق تقویت نصیب کړیدی. او د هم دی قوت په وسیله راته توفیق راکړه چی اخلاص سره د انسانانو د خوشالئ او ازادی دفاع وکړو او د خپل زړه صادق ارمانونه پوره کړو. امین ثمه امین"

XS
SM
MD
LG