د امرېکا ددفاع وزېر رابر ت گېټس واېې باېد چې د امرېکا او د ناټو قواوې په افغانستان کې د مخدره مواد د قاچاق ستونزه د خپل مامورېت ېوه برخه وگڼى.
گېټس واېې پکار ده چې ناټو د مخدره مواد مسئلى ته توجه وکړى ځکه چې مخدره مواد ډېرې پېسى تولېدوى او دا پېسى د ېاغېانو ډلو ته په لاس ورځى.
هغه ووېل چې د ناټو اېتلاف دېوڅه مودى راهېسى ددغه پلان په برخه کې فکر کوى.
گېټس واېې دى توقع کوى چې په دې برخه کې به په لند ن کې دنا ټو ددفاع وزېرانوپه مجلس کې په ضمنى ډول بحث وکړى.
د مخدره مواد د تجارت سره مبارزه اوس د ناټو دعسکرو په مامورېت کې چې په افغانستان کې پراته دى شامله نده.
ښاغلى گېټس ووېل د افغانستان د مخدره موادو مسله به په رسمى ډول د وزېرانو په سطحه په راتلونکې مېاشت کې په بوداپست کې مطرح شى.
گېټس د چارشنبى په ورځ ناوخته له افغانستان نه لندن ته ولاړ. هلته په افغانستان کې هغه دامرېکا د قوماندانانو خبرى د ېاغېانو او ترهگرو ډلو په برخه کې واورېدلى.