د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي عسکرو په حمله کې ٧ عراقیان ووژل شول


په عراق کې د امریکا عسکر وايي، د بغداد په شمال کې یې د القاعدې د ډلې پر یوه مشکوک غړي حمله کړې او په پیښه کې د درې ښځو په شمول اووه تنه عراقیان وژل شوي دي.

د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ځمکنیو قواوو په تکریت کې یوه ودانۍ محاصره کړه او دغه مشکوک تن یې وواژه. دا فکر کیږي چې وژل شوی کس د بمونو جوړولو ماهر و. پوځ وايي، په ودانۍ کې موجودو نورو کسانو له بهر وتلو نه انکار وکړ ځکه خو قواوې د هواي ځواک راغوښتلو ته اړې شوې او له آمله یې درې نور مشکوک تندروان او درې ښځې ووژل شوې.

پوځ وايي، یو ماشوم یې د خاورو او خځلو له لاندې نه ژوندی پیدا کړی او دا وخت تر درملنې لاندې دی.

له بلې خوا، د جنوبي کوریا د دفاع وزارت نن اعلان وکړ د ټاکل شوي پلان سره سم له عراق نه د روان کال تر پایه خپل ټول عسکر راوباسي.

جنوبي کوریا په ٢٠٠۴ کال کې عراق ته ٣٦ زره عسکر ولیږل خو وروسته یې د خپلو عسکرو اندازه راکمه کړه او دا وخت په عراق یوازې ٦٠٠ د جنوبي کوریا عسکر موجود دي.

XS
SM
MD
LG