د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهور رئیس ویلي خپل د خاورې د تمامیت دفاع به کوي


د پاکستان نوي جمهور رئیس اصف زرداري ویلي چې خارجي قواوو ته به اجازه ورنکړي چې د تروریزم سره د جگړې په نامه د دوی د خاورې پر تمامیت تیری وکړي.

ښاغلي زرداري چې نن یې په لومړي ځل د ملک پارلمان ته خبرې کولې ټینگار وکړ چې دده د حکومت یوه مهمه دنده د تروریزم او افراطیت لمنځه وړل دي.

زرداري وویل چې غواړي پاکستان د بې وزلۍ، لوږې، تروریزم او نفاق نه خلاص کړي. هغه د پارلمان پر غړو غږ وکړ چې د صوبه سرحد خلکو ته د ملک په سیاسي جریان کې پوره برخه ورکړي او خپلواکې محکمې ولري.

زرداري تیره اوونۍ د پاکستان د جمهور رئیس په توگه د وفادارئ لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG