د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو او افغان عسکرو ویلي سبا د سولې په نړیواله ورځ عملیات نه کوي


افغان او نړیوالو عسکرو ویلي چې سبا د اگست په ٢١مه نیټه چې د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، هیڅ ډول تعرضي عملیات نه کوي.

د ناټو عسکرو ویلي چې نن د شپې له ١٢ بجو وروسته د ٢۴ ساعتونو لپاره په د تعرضي عملیاتو نه لاس اخلي. خو دوی وايي چې د خپلو مرکزونو او اډو ساتنه به کوي او افغانان به د دښمنانو له حملې نه ژغوري.

د جمعې په ورځ جمهور رئیس حامد کرزي هم ویلي وو چې افغان عسکر به په دغه ورځ عملیات نه کوي تر څو چې حمله ورباندې نه وي شوې.

د طالبانو یوه نطاق ویلي، ددغې ورځې د لمانځلو احترام کوي او ویلي یې دي چې ملک به د غربي اشغالگرانو نه آزادوي.

XS
SM
MD
LG