د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې سیلانیان تښتول شوي


د مصر مقامات وايي، د هغو سیلانیانو د راخوشې کولو په لټه کې دي چې ددغه ملک په جنوبي برخو کې تښتول شوي وو.

چارواکي وايي، سړي تښتونکي ددغو ١٥ کسانو په بدل کې د پیسو مطالبه کوي. او تښتول شويو کسانو کې دوه تنه د جرمني او ایټالیې اتباع هم شامل دي.

چارواکي وايي، د سیلانیانو دغه ډله د آسوان له جنوب نه تښتول شوي خو د پیښې دقیقه سیمه نده معلومه.

د مصر د گرځندوی وزیر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه سړي تښتونه د غلو کار دی او له تروریزم سره ارتباط نلري.

XS
SM
MD
LG