د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په فراه کې ١۴٠ تنه کارگران تښتولي


د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، مشکوکو تندرو طالبانو د فراه په ولایت کې له ١۴٠ څخه زیات کارگران تښتولي دي.

چارواکو نن د دوشنبې په ورځ وویل چې دغو کارگرانو پرون د فراه په ولایت کې په درې بسونو کې سفر کاوه چې د طالبانو په لاس کښېوتل.

دوی د هغه ولایت د یوې پوځي اډې د جوړولو په پروژې کې کار کاوه.

د فراه والي روح الامین وايي، د قومي مشرانو په منځگړیتوب ددغو کارگرانو د راخوشې کولو هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG