د لاس رسي وړ اتصالات

په پیښور کې د افغانستان کونسل تښتول شوی


د افغانستان او پاکستان چارواکي وايي، ناپیژندل شویو وسله والو په پیښور کې د افغانستان قونسل تښتولی دی.

د کونسلگرئ یوه مامور، نور محمد تکل وویل، حاجي عبدالخالق فراهي نن د دوشنبې په ورځ کور ته روان و چې وسله والو ورباندې حمله وکړه.

دغو سړي تښتوونکو د حیات آباد په سیمه کې پر یوه پله باندې د خیرات ټولولو په پلمه د ښاغلي فراهي موټر ودراوه. د هغه موټروان په ډزو کې وژل شوی دی.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی فراه په پاکستان کې د افغانستان راتلونکی سفیر مقرر شي.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزیر، جنرل عبد الرحیم وردک نن په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل، ددې لپاره چې په سرحدي سیمو کې د تندروانو مخه ونیول شي افغان حکومت په پلان کې لري چې له پاکستان سره یوه مشتره وسله وال ځواک جوړ کړي.

هغه وویل، ایتلافي قواوې به ددې امکانات ولري چې د سرحد په دواړو خواوو کې د افراطیانو په خلاف عملیات وکړي.

د پاکستان پوځي مقاماتو ویلي، یو ځانمرگي د سوات په مدیان کې خپل موټر بم د پولیسو پر یوې پوستې ور وستی او نهه امنیتي مامورین یې وژلي دي.

په اسلام آباد کې د ماریوټ هوټل مسئولینو هغه رپوټونه بې اساسه گڼلي چې وايي، پر دغه هوټل د شنبې د ورځې د مرگانې حملې مخکې، د پاکستان جمهور رئیس او صدرا‏عظم پلان درلود چې په دغه هوټل کې ډوډئ وخوري.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت مسئول رحمن ملک ویلي و، ټاکل شوې وه چې د پاکستان جمهور رئیس او صدراعظم په اسلام آباد کې د ماریوټ په هوټل کې د شپې ډوډئ وخوري چې پر دغه هوټل باندې مرگانۍ حمله وشوه.

رحمن ملک وايي، خو په وروستیو دقیقو کې پریکړه وشوه چې چارواکي به د شپې ډوډئ د صدراعظم په کور کې خوري.

چارواکي وايي، د بم دغه چاودنه چې لږ تر لږه ٥٣ تنه پکې ووژل شول، له القاعده سره د تړلو طالبانو کار دی.

د برتانیې ‏هوايي شرکت (‎بریټش ایروېز‏)‎ نن اعلان وکړ پاکستان ته یې خپل ټول پروازونه په هغه ملک کې د امنیت تر ښه کیدو پورې ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG