د امریکا پوځ هغه رپوټونه بې اساسه گڼلي دي چې وايي، پاکستاني عسکرو د امریکا پر دوو هلیکوپترو باندې چې د پاکستان هوايي قلمرو ته ور تیرې شوي وې، ډزې کړي دي.
بریدمن ناتن پیرې نن د دوشنبې په ورځ، امریکا غږ ته وویل چې امریکايي هلیکوپترې پاکستان ته ندي داخلې شوي او په سرحدي سیمه کې د پاکستان په خوا کې عملیات ندي شوي.
د سیمې چارواکي وايي، دا پیښه د یکشنبې په ورځ هغه وخت رامنځته شوه چې هلیکوپترې د شمالي وزیرستان سیمې ته واوښتلې.
د پاکستان پوځ تر اوسه ددې پیښې په باب څه ندي ویلي.
تیره اونۍ، د پاکستان جمهور رئیس آصف زرداري وویل د تروریزم په ضد د جگړې په نامه به د پاکستان د خاورې پر تمامیت به تیری و نه زغمي.
زرداري دا څرگندونې وروسته له هغه وکړې چې د پاکستان په خاوره کې د تندروانو پر مرکزونو باندې توغندي ولگېدل، داسې فکر کیږي چې دغه توغندي به امریکايي پوځیانو فیر کړي وي.