د لاس رسي وړ اتصالات

بغداد کې د موټر بم په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي


د عراق امنیتي مقامات وايي، د بغداد په مرکزي سیمه کې د موټر بم په یوې چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او پنځه نور زخمي شوي دي.

دغه پیښه نن د کراده په سیمه کې وشوه. امریکا قواوې وايي، د یکشنبې په ورځ د دوی پر یوه گزمه باندې حمله شوې او د سپکو وسلو په جگړه کې د دوی یو عسکر وژل شوی دی.

همدارنگه د یکشنبې په ورځ د بم په یوه چاودنه کې لږ تر لږه نهه تنه ووژل شول او تقریبا ٧٠ تنه زخمي شول.

له بلې خوا عراقي چارواکو ویلي، یو ځانمرگي حمله کوونکي خپل په چاودېدونکو موادو بار لارۍ د کیرکوک په ښار د پولیسو پر یوه پوسته ور وستي او درې تنه پکې وژل شوي دي.

یوه بل ځانمرگي چې هغه هم په لارۍ کې چاودېدونکي مواد پټ کړي وو، د موصل په ښار کې دوه تنه وژلي دي.

د ډیاله په ایالت کې یو بس د سرک د غاړي په بم وربرابر شوی او درې تنه پکې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG