د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د ناتو ماموریت یو کال نوره هم وغزول شی


د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پرون دا ومنله چې په افغانستان کی د ناتو د قواو د دندې موده یو کال نوره هم وغزوي.

دا وړاندیز د رایو په اکثریت منظور شو او همداشانې د امنیت شورا په افغانستان کی د قربانی ملکي وگړو د مخ په زیاتیونکی شمیر هم چې د ناتود قواو د عملیاتو نتیجه بلل شوې هم خپله ژوره اندیښنه څرگنده کړه.

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوی مطبوعاتي خبرتیا د خپرولو په ترڅ کی ویلی چی د افغانستان اسلامي حکومت په پیښور کی د جنرال قونسل د ژوند په اړه جدی اندیښنه لري.

وزارت د پاکستان د حکومتي چارواکو نه غواړي چې د هغه د خلاصؤن دپاره دی د هر ډول لازم اقدام نه دی دریغ ونه کړي او د نورو دیپلوماتانو د ساتنی دپاره دی هم د جدی امنیتی تدابیرو نه کارواخلي.

XS
SM
MD
LG