د لاس رسي وړ اتصالات

په فلشنگ کی څه د پاسه ٢٠٠ مختلف عبادت ځایونه


نیویارک ښار کی د فلشنگ په نوم سیمه د منهاتن څخه بهر، د شپاړلسمه پیړی راهیسی کله چی د هالند یوه مستعمره وه، د مذهب د آزادی یو ډیره ښه بیلگه وه.

په هغه وخت کی د کوه کرس په نوم د عیسویانو یوه ډله چی د انگلستان څخه د شکنجه نه تښتیلی و، دی سیمی ته ورسیدل.

اوس دغی سیمه کی څه د پاسه ٢٠٠ مختلف عبادت ځایونه موجود دی.

هندویزم یو له هغو مذهبونو څخه دی چی دلته موجود دی. دغی سیمی ته د هندوانو، کورایایانو، چینایانو، مکسیکویانو، افریقایی، یونانی په گډون د مختلفو قومونو څخه یو ډیر شمیر خلک مهاجر شوی دی.

فلشنگ د مختلفو عبادت ځایونه په درلودو، د سیمی د تنوع ښکارندوی کوی.

د فلشنگ یو تن اوسیدونکی جان لو تایوان کی زیږدلی. هغه لومړنی آسیایی الاصله امریکایی و چی د نیویارک ښاروالی ته انتخاب شو.

"‎مونږ دلته کووکرس، د پروتستانت، کاتولیک هندو، بودایی او مسلمانی ټولنی لرو. تاسو کولای شی، هر هغه مذهب چی دنیا کی شته د فلشنگ ښارگوټی کی ومومی."

کله چی اولسمی پیړی کی کوه کرس جلا وطنی ته مجبور شول جان بون خپل کور هغو ته د خبرو اترو لپاره وبښه. هغه او د فلشنگ اوسیدونکی یو سند ولیکی چی د فلشنگ د اعتراض په نوم یادیږی. هغوی پدی خط کی ادعا کړی وه چی کووکرس د هم د عبادت حق لری.

د کوه کرس د خبرو اترو ځای دری سوه کاله دمخه جوړ شوی.

فلشنگ ته نور مذهبی ډلی د کوه کرس څخه ورسته راغلی دی. ریچارد الن د فلادلفیا ښار کی دافریقایی کلیسای بڼسټ په کال ١٧٨٧ کی کیښوت.

کترین ویلیامز د افریقایی کلیسا مشره وایی: "‎ټول افریقای الاصله امریکائیان پاس په برنډی کی کښناستل. یوه ورځ هغوی د عبادت لپاره محراب ته را کښته شول، خو هغوی ته وویل شو چی د هغه ځای څخه ووځی. هغوی ‏هو وکړه او وویل چی مونږ ته یو څو دقیقی راکړی مونږ به بیا دلته هیڅ کله را نشو. دا هغه وخت و چی هغوی پښ دوکان ته لاړ او خپل افریقایی کلیسا جوړول یی پیل کړ."‎

دا په دی سیمی کی لومړی افریقایی الاصله ټولنه وه. د فلشنگ قومی جوړښت ښایی بدل شی، خو د کلیسا غړی لکه ویلیامزد کلسیا د څوکیو په شان ټینگ ولاړه ده.

او وایی هغوی د خپل او د نورو د مذهبی عقایدو د احترام لپاره ژمنه کوی.

د کوڅی په اخر کی د نیویارک په اسلامی مرکز کی امام محمد شیروانی وایی مسلمانان په ټوله نړی کی په تشدد غیر منصفانه شهرت یی کی تر لاسه کړی. هغه وایی فلشنگ کی مسلمانانو سره ښه چلند کیږی.

‏"‎خلک تعلیم یافته او ډیره ښه دی. دلته مسلمانانو عیسویان او یهودان ټول د سولی په فضا د ښی همکاری سره په گډه ژوند کوی."

د ښاروالی غړی ‏(‎لو‏)‎ وایی همغږی په آسانه لاس ته نه راځی. ټولنه باید د هغه دپاره ډیری هلی ځلی وکړی. "‎ایا مونږ ستونزی لرو؟ هو خود یې لرو. قومی ډلو کی تل سیالی موجود یې. کله ناکله د څای او منابع په سر د مذهبی ډلو تر مینځ سیالی موجود وی، خو مونږ فلشنگ کی دی ټولو ستنزو ته د حل لاره مومو. دا میراث مونږ ته د ٣٥٠ کلو راهیسی پاتی دی."‎

کیدای شی دغه میراث هغه وخت تر ازموینی لاند راشی چی نفوس ډیر او ځای کم شی.خوفلشنگ کی دغه میراث هغمره مهم دی لکه د خلکو ایمان او عقیده

XS
SM
MD
LG