د لاس رسي وړ اتصالات

درې ډوله اقتصادي سیسټمونه : سرمایه داري نظام، سوسیالیزم و او په مینځ کي درېیمه نړۍ


د سړې جگړې په وخت کې درې ډوله اقتصادي سیسټمونه ول، یوې خواته سرمایه داري نظام و بلې خوا سوسیالیزم و او په مینځ کي یې یو درییم نظام و چې د دغو دواړو نظامونو څخه جوړ شوی و، د دغه درېیم نظام هیوادونو ته به یې درېیمه نړۍ ویله.

متهولي نکوبي یو داسې کس دی چې په ژوند کې یو خاص مقصد لري.

هغه د جوهانیسبرگ په یوه ډېر ښه پوهنتون کې د تجارت د انسټیټیوټ مشر دی. هغه د افریقا نوي نسل ته تجارت ور زده کوي.

"‎مونږ شاگردانو ته دا ورزده کوو، کله چې څوک له یو شي سره ډېره مینه ولري نو باید څنگه سلوک وکړي، په دې هیله چې د دوی اصلي شخصیت څرگند شي، د دوی د کاروبار کولو صلاحیت، ځان پېژندنه چې دوی په اصل کې څوک دي. مونږ له دوی تپوس کوو ایا تاسو په ژوند کې کوم مقصد لري چې ترلاس یې کړۍ‏."

د درېیمې نړۍ په نورو هیوادونو کې هم له تجارت سره ډېره علاقه زیاته شوې. د هندوستان او چین په ډېرو ښو پوهنتونونو کې په زرهاو زده کونکي د کاروبار په زده کولو بوخت دي، او تجارت د دوی د زده کړو یوه برخه ده.

د مخ پرودې هیوادونو په پوهنتونونو کې د تجارت زده کړې له امریکايي ماډل څخه انعکاس اخلي. په ځېنو امریکايی پوهنتونونو کې په شاگردانو دا شرط وي چې له درس څخه د فاریغېدو څخه د مخه باید یو کاروبار شورو کړي.

له واشنگټن سره نږدې په مېریلنډ پوهنتون کې هم په شاگردانو دا شرط وي چې کاروبار شورو کړي. ملیسا کېریر وايي انټرنیټ دغه کار اسانه کړی.

‏"‎په انټرنټ باندې کاروبار شورو کول ډېره پیسه نه غواړي. ډېر وختونه سړی کولای شي د لس زره ډالرو څخه په کم لگښت ځینې اعلانونه جوړ کړي، او یو ښکلی ووړ کاروبار شورو کړي."‏ ‎

په جنوبي افریقا کې سخصي سېکټور له تورپوستو سره په کاروبار کې د پرمختگ لپاره هڅې کوي. کېرولاین مینېپ د کار موندلو دفتر لري، دوی په بانکونو کې خلکو ته کار ور پیدا کوي.

مینیېپ پخپله د ویټ واټر سټېنډ پوهنتون د تجارت په څانگې کې زده کړې نه دي ترسره کړې، خو په دې کې هغه جذبه او ارادي قوت شته چي د پوهنتون مشران یې په راتلونکو تجارانو کې لیدل غواړي.

XS
SM
MD
LG