د لاس رسي وړ اتصالات

د انټرنیټ (د اطلاعاتو لویه لاره) منفي اړخ


انټرنیټ ته اکثره د اطلاعاتو لویه لاره هم ویل کیږي. خو دا یوه منفي اړخ هم لري او د دې لارې په هر کونج کې کثفت هم لیدل کیږي - څومره چې د انټرنیټ جال په چټکۍ سره خپريږي هغومره د قانون نافیذونو ادارو مصروفتیونه د انټرنیټي مجریمینو د میخنیوې لپاره ډېر شوي.

د موس په هر ټک سره د انټرنیټي مجریمینو مورال لوړیږي. د کریډټ کارډ له غلاوو څخه نیولې تر د ماشومانو د فحش عسکونو خپرولو پورې مجریمین د ملیونونو خلکو د داړلو نوې نوې لارې پلټي.

د دغو مجریمینو له جملې څخه یو جرمیاه مونډیلو دی.

د اوریگن ایالت دغه اوسېدونکي د کمپوټر نقل شوي پروگرامونه په غیرې قانوني توگه پلورل. چارواکي وايي هغه د داسې گاونډیانو چې په ده یې شک نه کاو په نومونو غیر قانوني کاروبار شورو کړی و او نقل شوي کمپیوټري پروگرامونه یې پلورل، او دا رنگه یې څلور لکه ډالر گټلي و.

مایکل گاډفري د امریکا د مهاجرت او گومرکو له ریاست سره د مشر ځانگړي استازی دنده ترسره کوي.

هغه وايي مونډیلو د یوه گاونډي د بیسمه انټیرنیټ سره خپل کمپیوټر نیښله ولی و.

‏"‎مونږ د پیښې ځای په الیکټرونیکي توگه و څارلو. او مالومه شوه چې شکمن کس په یوه کور کې و. زمونږ هغه غیر خوندي کمپوټر چې ده خپل کمپیوټر ورسره تړلی و د کوڅې په پورې غاړه کې و. او له څارنو مالومه شوه چې د ده کمپوټر په ټوله گاونډ کې له غیرې خوندي کمپیوټرونو سره تړلی و."

گوډ فري وايي په څومره چټکۍ او اسانۍ سره چې انټرنیټي مجرمین د خلکو کمپیوټرونو ته ځان رسه ولای شي دغومره په ټوله نړۍ کې د انټرنیټ له لارې د شخصي اطلاعاتو د غلا صحنه پراخیږي.

گوډ فري: "‎په دې چې دا اطلاعات ډېر گټور وي، له چا چې غلا وشي هغه ژر خپل کاډرونه قطع کړي، خپل شیفر بدل کړي، او یا خپل حسابي لومرې بدلې کړي، کله چې دوی ته مالومه شي چې غلا ترې شوې. نو ځکه نړیوالو جنايي ډلو ته دغه غلاشوي اطلاعات ډېر د گټې وړ وي او په څو دقیقو کې په ټوله نړۍ کې خپاره شي."

پلټونکي وايي که چېري د انټرنیټ کارونکي لږ څه احتیاط وکړي نو د انټرنیټ دجنایت مخنیوی کیدای شي. په ویرجینیا ایالت کې د انټرنیټ له لارې په ماشومانو د تېري د جنایتونو د مخنیوي د پولیسو یو افسر ټیم ایوانز وايي:

"‎که سړی یو څوک و نه پېژني، او په گاونډ کې د دوی دوست نه وي، د کورنۍ کوم غړی یې نه وي، نو په کار نه ده چې له هغوی سره خبرې وکړي یا په انټرنیټ ملگرتیا ورسره وکړي‏."

د قانون نافذولو ادارې په داسې حال کې چې د جنایتونو سره په مبارزه کې دي، د ټیکنالوژۍ د پرمختگ څخه گټه اخلي.

ټیم ایوانز: "‎هغه خلک چې انټرنیټ کاروي او په ټیکنالوژۍ کې پوهه لري، او ځیني خو ډېره ښه پوهه لري، او هر هغه څه غواړي کولای شي، دوی باید د ټیکنالوژیکي چېلنجونو سره مبارزه وکړي چې د قانون نافذولو ادارو څخه ځان پټ کړي‏."

گوډ فري او ایوانز وايي په داسې حال کې چې انټرنیټ وده کوي او بدلیږي د انټرنیټي جرمونو سره د مبارزې لپاره به نور وسایل پکار وي. او دواړه دا مني چې د انټرنیټ په شان د انټرنیټي جرمونو خلاف مبارزه هم پای نه لري.
XS
SM
MD
LG