د لاس رسي وړ اتصالات

د ریگستان ولسوال او امنیه قومندان وژل شوي دي


د کندهار د ریگستان ولسوال او ددغې ولسوالۍ امنیه قومندان د سرک د غاړې د بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان مطیع الله خان نن وویل، دواړو چارواکو پرون د دوشنبې په ورځ یو ځای سفر کاوه چې په بم وربرابر شول. د دوی څلور ته امنیتي محافظین په پیښه کې ژوبل شوي دي.

د یوه بل خبر لمخې، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پرون پریکړه وکړه چې په افغانستان کې د ایساف ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړي.

د امنیت شورا همدارنگه د ناټو په عملیاتو کې د ملکي افغانانو پر وژل کیدو هم ژوره اندیښنه څرگنده کړې ده.

د امنیت شورا ویلي، د ناټو قواوې په افغانستان کې د طالبانو، القاعدې او نورو تندروانو له خوا د زیاتېدونکي گواښ سره مخ دي.

جمهور رئیس حامد کرزي په وار وار شکایت کړی دی چې د نړیوالو عسکرو په لاس ملکي تلفات دده د حکومت مشروعیت ته تاوان پیښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG