د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په اسلام آباد کې د ماریوټ پر هوټل باندې مرگانۍ حمله چې ٥٣ تنه پکې ووژل شول، غندلې ده.
په یوې اعلامیې کې چې ملگرو ملتونو د دوشنبې په ورځ خپره کړه، دغه عمل د تروریزم کار بلل شوی او ویل شوي چې تنظیموونکي او اجرا کوونکي یې باید محکمې ته راکاږل شي.
پاکستاني مقاماتو ددغې حملې پړه د طالبانو پر غاړه وراچولې ده خو د تحریک طالبان پاکستان ډلې د دوشنبې په ورځ په دغه چاودنې کې خپل لاس لرل رد کړل.
د العربیه تلویزیون او بي بي سي وویل چې د فدایان اسلام په نامه یوې ډلې چې ډیر لږ شهرت لري، ددې حلې مسئولیت اخیستی دی.