د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: قبایلو کې ٦٠ تندروان وژل شوي


د پاکستان پوځي مقامات وايي، عسکرو یې په قبایلو کې د تیرو دوو ورځو په عملیاتو کې لږ تر لږه ٦٠ تنه تندروان وژلي دي.

مقامات وايي، د دوشنبې په ورځ پیښور ته نږدې په دره آدم خیل کې په یوه جگړه کې له پنځوسو زیات تندروان ووژل شول.

چارواکي همدارنگه وايي، په باجوړ کې د پوځ په روانو عملیاتو کې نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان سرحد ته نږدې لږ تر لږه ١٠ تنه مشکوک تندروان وژل شوي دي.

په باجوړ کې د یوې میاشتې راهیسې په روانو عملیاتو کې له اوو سوو زیات تندروان وژل شوي دي.

ځینې څیړونکي وايي، تندروانو د حکومت د همدغو عملیاتو د عکسل العمل په توگه په اسلام آباد کې د ماریوټ پر هوټل مرگانۍ حمله وکړه چې ډیر خلک پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG