د لاس رسي وړ اتصالات

علي شاه پکتیاوال په چاودنه کې زخمي شوی


په کابل کې نن په یوې چاودنې کې دوه پولیس وژل شوي او د جنايي جرمونو سره د مبارزې آمر علي شاه پکتیاوال پکې زخمي شوی دی.

مقامات وايي، ددغې حملې هدف پخپله علي شاه پکتیاوال و.

دوی وايي، ښاغلي پکتیاوال له خپلو ملگرو سره د هغو دریو پولیسو د وژل کیدو په باب څیړنه کوله چې تیره شپه د کابل په لویدیځه برخه کې ورباندې حمله شوې وه.

تر اوسه نده معلومه چې دغه دواړې حملې چا کړي دي. خو طالبان اکثره پر افغان او نړیوالو عسکرو باندې حملې کوي.

بل پلو، د امریکا دفاع وزیر رابرت گېتس وایی هغه تررستي ډلې چی د افغانستان او پاکستان په سرحدی برخه کی یی پټې ځالی جوړی کړی دی.

د سیمې د هیوادونو، افغانستان او پاکستان ثبات ته گواښ گڼل کیږی اوهم لوي خطر امریکا ته مخامخولای شي.

هغه پرون د امریکا د کانگرس د وسله والو ځواکونو د کمیټې جرگه گۍ ته د وینا په ترڅ کې وویل چې امریکا د پاکستان په لویدیځ کی د دښمنانو له درکه له گواښ سره مخ دی او تر څو چې دا پټې ځالی له منځه یوړل نه شي همدا بی ثباتی او بد امنۍ به روانې وي.

هغه زیاته کړه افغانستان ته د اضافي عسکرو د استولو په برخه کې باید د احتیاط نه کارواخیستل شي.

XS
SM
MD
LG