د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي: په افغانستان کې باید د ترهگرۍ ضد جگړې کې بدلون راوستلای شي


کرزي وایی چې په افغانستان کې باید د ترهگر‏ۍ ضد جگړې کې بدلون راوستلای شي.

د نیویارک په اسیا سوسایټي موزیم کې - چیرې چې ښاغلی حامد کرزی د ملگرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې د گډون لپاره راغلی، وویل چې له کال ٢٠٠٢ راهیسې افغانستان، بیا بیا د امریکا په گډون لویدیځو هیوادنو ته ویلي چې د ترهگرۍ ضد جگړه باید یواځي په افغانستان متمرکزه نه وي، بلکه یو سیمه ایز حل باید په نظر کې ونیولای شي.

کرزی: "‎د ترهگرۍ ضد جگړه د افغانستان په کلو بانډو کې نه شي ترسره کېدای، بلکه سیمه ایزه بڼه باید ولري، باید چې د ترهگرو د ځالو په له مینځه وړلو او د هغو خلکو خلاف متمرکزه وي چې بنسټپال روځي، په وسلو یې سنبالوي، هڅوي یې او بیا یې زمونږ خلاف د کاره ولو لپاره د سرحد پورې غاړه را لیږي‏."

کرزي زیاته کړه چې د افغانستان نطر له پامه غورځول شوی، او په نیتجه کې یې امنیتي وضع په ټوله سیمه کې خرابه شوې.

کرزی: "‎له تېرو دوو کالو راهیسې پاکستان هم د افغانستان په شان او یا کېدای شي تر افغانستان هم زیات کړیږي. د ډیورنډ د کرښې پورې غاړه ټوله قبایلي سیمه سخته کړېدلې‏."

د پاکستان په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې حامد کرزي، جمهور رئیس اصف علي زرداري وستایو او ویې ویل چې هغه په دې پوهیږي چې باید بدلون راشي، خو ددې کار لپاره امریکا باید له هغه سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

په دې برسېره چې اکثره د امریکا د پوځي عملیاتو خلاف د افغانستان خلکو خپل نارضایت څرگند کړی، ښاعلي حامد کرزي وویل چې له امریکا سره به همکارۍ ته دوام ورکړي.

کرزی: "زه په خلپو کلیو باندې دغه رنگه بمبار بیا بیا خفه کړی یم، او د دې خلاف مو غږ اوچت کړی، خو دغه غږ مو یوه دوست ته د سمې لارې ښودلو لپاره جگ کړی، بل رنگه نه‏."

د سه شنبې په ورځ له حامد کرزي سره د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند مرستیالې کاندیدې سارا پیلن هم ولیده او حامد کرزي موموړې په دې وستایله چې د افغانستان په هکله یې له ده څخه دقیقې پوښتنې وکړې.

XS
SM
MD
LG