د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهوری ریاست انتخابات - د افریقاییانو تبصره


د ساړه جنگ دختم نه وروسته ډیرو افریقائې ملکونو څوگوندیزه ډیموکراسۍ غوره کړیده.

ی وشمیرافریقائې ماموران د امریکا دجمهوری ریاست دمقام لپاره دانتخاباتی مبارزی څارنه کوی او د امریکا غږ خبریال ویلیم ایگل پدی هکله دڅوتنوسره غږیدلی او ددوی نظریات ئې معلوم کړیدی.

د امریکا د جمهوری ریاست انتخاباتی مبارزه او ږده او گرانه او قیمتی ده.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه اټکل کوی چې سږگنی کاندیدانو په سلگونو میلونه ډالرپه امریکا کې له افرادو او شرکتونونه لاس ته راوړی دی.

ددی خلاف په افریقاکې ډیموکراسۍ او سیاسی گوندونه اکثره وخت له خارجی مرسته ورکوونکونه ملاتړ لاس ته راوړی.

په امریکاکې دمالی سفیرعبدالالی دییوپ پدی باره کې داسی وائې: "دلته په امریکاکې په سیاست کې پیسی ډیر نقش لوبوی. هر کاندید یا گوند بی ساری زیاتی پیسی لگوی. همدغه راز مقدماتی جریان ئې ډیر اوږد دی. زموږ انتخاباتی مبارزه له پنځه دیرشو ورځونه ترپنځه څلویښتو ورځوی پوری دوام کوی .دلته دانتخاباتو نه دمخه تقریبآ دوه کاله انتخاباتی مبارزه روانه وی."

له بل پلوه په سفیر ډییوپ باندی دډیرو امریکایانو وعدو اغیزه کړیده چې دخپل گوند دکاندید لپاره وړیا کارکوی.

ښاغلئ ډییوپ وائې:"دامریکا په انتخاباتوکې افتخاری کارراباندی ډیره اغیزه وکړه . ډیررضارکار چې دانتخاباتی مبارزی ملاتړکوی، دالوتکی ټیکټ او دهوټل خرڅ له خپله جیبه کوی او دروازه په دروازه انتخاباتی مبارزه کوی. زه غواړم چې ووینم دمالی خلک په انتخاباتو کې پدی طریقه گډون وکړی."

افریقائې څارونکو څرگنده کړه چې دافریقائې او امریکائې رایه ورکوونکو ترمنځ کولتوری توپیرشته.

دعامه افکارو سروی چې دراس موسن په نامه دچاپولو شرکت کړیده، ښئ چې تقریبآ یوشپیتو فیصدورایه ورکوونکو امریکایانو وویل، د کاندید میرمن ددوی درایه ورکولو په پریکړه کې یوڅه مهمه ده . دوه ویشتوفیصدو ئې وویل، میرمن ډیره مهمه ده.

د ناجیریا د مشرانو دجرگی مرستیال سناتور ائک ایکویریمادوهغی پاملرنی حیران کړ چې دراتلونکی جمهور رئیس میرمنی ته اوښتی ده چې په کانوینسیونو او دانتخاباتی مبارزی په غونډو کې راښکاره کیږی.

ښاغلئ ایکویریمادو وائې: "په ناجیریا کې پاملرنه کاندیدته کیږی، نه د کاندید میرمنی ته. په ناجیریا کې دواده شرائط فرق کوی. ځینی مسلمان سیاستمدران څلورښځی لری. ځکه نو له کوم ځای نه شروع شی. په څلورو ښځو کې به کومه یوه لومړی ښځه وی. "

سناتور ایکویریمادو وائې، که اداری فساد یوی خواته کیښودل شی، احتمال نلری چې اخلاقی ارزښت درایه ورکوونکو په ذهن کې ځای ولری.

په افریقائې انتخاباتو کې مالیه دومره مهمه نده لکه چې په امریکائې انتخاباتو کې ده. په امریکائې انتخاباتو کې ځینی کاندیدان وائې،مالیه ډیره لوړه ده باید راټیټه شی چې اقتصاد وده وکړی . نور بیادا خبره کوی چې مالیه زیاته شی چې دبودجې کسرپری خلاص شی یاحکومتی خدمتونه ورباندی سرته ورسیږی .

سفیر ډییوپ وائې، د هغه پخپل هیواد مالی کې له دولت نه په کلکه دا غوښتنه کییږی چې ټولنیزخدمتونه دی زیات شی. مگر دی وائې، مالی نشی کولای چې زیاته مالیه له خلکونه واخلی ضروری انکشاف ورباندی سرته ورسوی،ځکه نو سیاسمتداران باید له بل ځای نه انتظارولری.

سفیرډییوپې: " دا یوه موضوع کیدای شی ، مگرزموږ په ملکونو کې مالیه دومره مهمه نده لکه وعدی چې مهمی دی ،دخلکولپاره سرکونه جوړشی، دڅکلوپاکې اوبه ورته برابری شی او کارونه ورته پیداشی .دا دخلکو دژوندانه دسطحی دلوړولو لپاره دی او نه دمالیه دکمولولپاره."

افریقائې څارونکی وائې، دوی دامریکا سیاسی مبصرینوته حیران دی چې یو کاندید ته له بل کاندید نه ترجیح ورکوی او منفی اعلانونه کوی چې دمخالف په سابقه یا په کریکټرباندی حملی کوی .

د ناجیریا سناتور ایک ایکویریمادو وائې، دی فکرنکوی چې په ناجیریا کې به منفی اعلانونه ځای ولری . ښاغلئ ایکویریمادو وائې: ٥

اکثره مطبوعات به دا جرآت ونلری چې منفی اعلانونه ومنی . او په هره محکمه کې دمنفی اعلانونو تلافی باید دخپرونی اداره وکړی . اکثره مطبوعات نه غواړی چې دارنگه منفی مبارزه کې ځان لتاړ کړی ځکه چې جدی عواقب به ولری .

د مالی سفیر عبدالالی ډییوپ وائې، دی هیله لری چې دامریکا انتخاباتی مبارزه به افریقایانو ته دعلاقی وړموضوعات راوړی . پدی کې دافریقا دودی او فرصت لائحه شامله ده چې له دغې وچی نه امریکاته صادرات زیات شی او دسوداگری د ټپو ولاړو خبرو ملاتړوشی .

سفیرډییوپ هیله من دی. دی وائې، اوسنی حکومت دافریقاسره مرستی دری برابره کړیدی او دواړوکاندیدانو دمرستی کلکه وعده کړیده .

XS
SM
MD
LG