د جاپان نوي ټاکل شوي صدر اعظم ویلي، په افغانستان کې د تروریزم سره د جگړې د ملاتړ لپاره به د هند په سمندر کې خپل سمندري ماموریت ته ادامه ورکړي.
تارو آسو نن د چهارشنبې په ورځ وویل چې د تروریزم سره جگړه یوازې د افغانستان، امریکا یا پاکستان مسئولیت ندی.
هغه وویل جاپان هم د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توگه مسئولیت لري چې دغه مبارزې ته دوام ورکړي.
د هند په سمندر کې د جاپان بحري قوه په افغانستان کې ایتلافي عسکرو ته د سون تیل او لوجیستیکي مواد برابروي.
د جاپان پارلمان په جنوري کې خپل دغه ماموریت تمدید کړ چې تیر کال د حکومت مخالف گوند یې په خلاف رایه ورکړې وه.