د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي: د افغانستان اصلي ستونزه یې دا وخت نړیوال تروریزم دی


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی نن د ملگرو ملتونو شورا ته وینا وکړ. نن په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي شورا د غونډې دوهمه ورځ ده.

ښاغلي کرزي وویل، د ملک اصلي ستونزه یې دا وخت نړیوال تروریزم دی.

هغه وویل، د ترهگرو په حملو کې زیاتوالی راغلی دی، افغانستان د تشدد د ډیرو ناوړه پیښو شاهد و خو تروریزم اوس لکه په ځنگل کې د اور په شان سیمې ته خپور شوی دی.

هغه پر نړیوالو ټولنو غږ وکړ چې د افغانستان د امنیتي قواوو د روزلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي چې دغه قوه وکولای شي د تروریزم سره په جگړه کې زیاته برخه واخلي.

د سه شنبې په ورځ د عمومي شورا په درشل کې د آسیايي ټولنې په یوه غونډه کې ښاغلي کرزي د هغه پلان ملاتړ وکړ چې د افغانستان، پاکستان او متحده ایالاتو یوه مشترکه قوه دې جوړه شي چې د سرحد د دواړو خواوو امنیت وساتي.

XS
SM
MD
LG