د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا له خپلې اتومي بټۍ نه څارونکي منع کړي


د ملگرو ملتونو د اتومي انرژۍ اداره وايي، شمالي کوریا په یونگ بیون کې له خپلې مرکزي اتومي بټۍ نه څارنوالان منع کړي او اعلان یې کړی چې په یوه اونۍ کې به دغه بټۍ بیرته فعاله کړي.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یوه نطاق په ژینوا کې وویل چې د شمالي کوریا مقاماتو نن دوی ته خبر ورکړ چې څارونکي یې له دې وروسته دغې بټۍ ته د داخلېدو حق نلري.

نطاق وویل، له بټۍ نه د دوی مهر و لاک او مخفي کامرې لرې کړل شوي دي. د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، د شمالي کوریا دغه اقدام نا امیده کړي دي.

XS
SM
MD
LG