د عراق پارلمان د څو هفتو بحثونو وروسته د محلي انتخاباتو قانون تصویب کړ.
وکیلانو نن د چهارشنبې په ورځ دغه پریکړه وکړه خو د کیرکوک په اړه لا تر اوسه پرېکړې ته ندي رسېدلي.
کیرکوک چې د تیلو ډیرې منابع لري، سني، شعیه، کرد او ترکمن مقامات ددغې سیمې د ملکیت پر سر دعوه لري.
ددغه قانون له تصویبیدو سره اوس ددې امکان شته چې ددې کال په پای کې په عراق کې انتخابات وشي. امریکا وايي، په عراق کې د محلي انتخاباتو تر سره کیدل په دغه ملک کې د دیموکراسئ او ملي یووالي د پرمختگ نښه ده.