د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ترورستی ډلې تر ټولو زیات 'افغانستان او امریکا ته گواښ دی'


د امریکا ددفاع وزیر گیټز وائې، په پاکستان کې ترورستی ډلې تر ټولو زیات افغانستان او امریکا ته گواښ دی.

د امریکا ددفاع وزیر خبرداری ورکړیدی چې هغه ترورستی ډلې چې په پاکستان کې دپټیدو مرکزونه لری، ترټولونه زیات گواښ ئې په گاونډی افغانستان کې ثبات مخامخ کړیدی او امریکا ته پوره خطر دی.

مگر ښاغلې گیټزپه افغانستان کې دپوځ دچټکی پراخیتا په خلاف خبرداری ورکړچې که څه هم چې دامریکا لوړرتبه قوماندان په دغه هیواد کې د اضافی زرگونو عسکرولپاره غوښتنه کړیده .

ښاغلې گیټز د مشرانو د جرگی دوسله والو قواو د جرگه گی غړو ته وویل، امریکا د پاکستان په قبائلی سیموکې دمصممو د ښمنانو سره مخامخ ده او ترڅوپوری چې دپټیدو دغه مرکزونه له منځه نوی وړل شوی بی امنیتی او تاوتریخوالی به همداسی دوام لری.

ښاغلئ گیټز: "که تاسی له مانه نن دهغو بریالیتوبونه وروسته پوښتنه وکړی چې موږ په عراق کې دالقاعدی په خلاف لاس ته راوړی دی نو زه به تاسی ته ووایم چې وطن ته ترټولو لوی گواښ دپاکستان په لویدیځ کی دی."

امریکائې ماموران وائې، القاعده او یاغی طالبان دپاکستان له قبائلی سیمو نه دننه په افغانستان کې حملی کوی او دامریکا او نورو لویدیځو ملکونو په خلاف توطئې جوړوی .

تیره هفته په افغانستان کې دامریکا لوړ رتبه نظامی قوماندان جنرال ډیویډ مک کیرنن ویلی وچې دی لږترلږه لسوزرو نورو اضافی عسکروته ضرورت لری چې دیاغیانو په خلاف وجنگیږی.

دا دهغې محاربوی لوا نه په غیر دی چې ټاکل شوی د جنوری په میاشت کې افغانستان ته ورسیږی.

مگر ددفاع وزیر گیټز په افغانستان کې دامریکائې عسکرو چټکی پراختیا په خلاف خبرداری ورکړ.

ښاغلئ گټیز: "ایا موږ دافغانستان دملی پوځ دپراختیا لپاره منابع په داسی چټکی چې ممکن وی برابری کړیدی او که نه ، په داسی حال کې چې په داسی یوهیواد کې د زیات شمیر لویدېځ عسکرو د اچولو سره مخالف دی چې هیڅکله دخارجیانو حضورنه غواړی، دا ورته فرق نه کوی چې ولی دوی دلته راغلی دی."

ښاغلئ گیټز وائې، امریکا به تربل کال پوری پوره قوا ونلری چې شمالی اطلس دتړون دسازمان غوښتنه پوره کړی چې په افغانستان کې ئې ددرو اضافی محاربوی لواگانو لپاره کړیده .

ښاغلئ گیتز وائې، یوازی اضافی قواوی به دغه ستونزه حل نکړی شی.

ښاغلئ گیټز زیاتوی: "دپرمختگ او حکومت سره یوځای امنیت دمبارزی یواړخ دی. موږ باید تحرک ته ادامه ورکړو ، بین المللی ټولنه مصروفه وساتو او دافغانستان دحکومت قابلیت ته پرمختگ ورکړو."

ښاغلئ گیټز وائې، په عراق کې اتیا فیصده تاوتریخوالی کم شویدی . مگر هغه خبرداری ورکړچې دامنیتی وضع دښه کیدو په دلیل دی له دغه هیواد نه امریکائې عسکرپه چټکی نه را ایستل کیږی.

ښاغلئ گیټز: "زه اندیښنه لرم چې هغه پرمختگ چې زموږ عسکرواوعراقیانو کړیدی، ددی ظرفیت لری چې گډوډی ورنه پیدا شی . زموږ نظامی قوماندانان تراوسه پدی عقیده ندی چې زموږ لاس ته راوړنی دی ضرور دوامداره وی. او دوی پدی عقیده دی چې لاتراوسه ډیری ستونزی په مخکی پرتی دی او په راتلونکی کی دبرعکسه کیدوظرفیت لری."

د امریکا جمهور رئیس دروانی میاشتی په سرکې اعلان کړی وچې اته زره عسکر له عراق نه را اوباسی او نوره امریکائې قوا افغانستان ته استوی .

XS
SM
MD
LG