د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هوايي میدانونو امنیت سخت کړ


پاکستاني مقامات وايي، وروسته له هغه یې د ملک په ټولو هوايي میدانونو کې امنیتي ترتیبات سخت کړل چې یو چا پر ټلیفون باندې اخطار ورکړ چې د اسلام آباد په هوايي میدان کې به بم الوزوي.

ددغه هوايي میدان مقامات وايي، محافظینو نن پنجشنبې په میدان کې د تالاشۍ په پراخو عملیاتو کې د انتظار په کوټو او دروازو کې د بم څرک ندی پیدا کړی.

دوی وايي، د روانو عملیاتو سره تر اوسه پروازونه ندي لغوه شوي.

امریکا خپلو حکومتي مامورینو ته امر کړی چې په اسلام آباد، کراچي او پیښور کې هوټلونو او رسټورانټونو ته له ورتگ نه ډډه وکړي.

نن د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد د امریکا سفارت د موقت وخت لپاره خلکو ته د ویزې ورکول بند کړي دي.

د تیرې شنبې په ورځ، په اسلام آباد کې د یوه هوټل مخې ته سختې چاودنې ٥٣ تنه ووژل.

XS
SM
MD
LG