د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي، پاکستاني عسکرو یې پر هلیکوپترو ډزې کړي


په افغانستان کې د ناټو قواوې وايي، د افغانستان او پاکستان پر گډ سرحد پاکستاني عسکرو د دوی پر هلیکوپترو ډزې کړي دي.

ناټو وايي، د پیښې پر وخت د دوی هیلیکوپترې د پاکستان قلمرو ته نه وې داخلې شوي. په پیښه کې مالي زیان او تلفات ندي اوښتي.

خو د پاکستان د پوځ نطاق، جنرال عباس امریکا غږ ته وویل، د ناټو پر هلیکوپترو یې هغه وخت ا‏خطاریه ډزې وکړې چې دغه هلیکوپترې له افغانستان نه پاکستان ته ور واوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مقاماتو ویلي، د بوش حکومت غواړي په افغانستان کې پر خپله نظامي ستراتیژي له سره غور وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي وویل، د ښاغلي بوش هدف دا نه دی چې د افغانستان لپاره له سره نوې ستراتیژي تیاره کړي بلکه په دغه اوسنۍ ستراتیژئ کې باید بدلون راشي.

چارواکي وايي، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جنرال ډاگلس لوټ په مشرئ پر دغې ستراتیژئ غور روان دی چې د دفاع وزارت په گډون د حکومت مختلفې ادارې پکې برخه لري.

XS
SM
MD
LG