د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې پاتې تښتول شوي کارگران هم راخوشي شوي


افغان مقاماتو ویلي، طالبانو د هغو ١٥٠ کارگرانو پاتې کسان هم خوشې کړي دي چې یوه اونۍ مخکې د فراه له ولایت نه نښتول شوي وو.

چارواکي وايي، پاتې ٣٠ کسان نن خوشې شول. دوی وايي، د کارگرانو د خوشې کیدو په بدل کې چا ته پیسې ندي ورکړل شوي.

چارواکو وویل، د جمعې په ورځ د طالبانو او قومي سپین ږیرو تر منځ له خبرو وروسته، ١١٨ تنه کارگران راخوشې شول.

دغه کارگرانو په فراه کې د ملي اردو د یوه مرکز د جوړولو په پروژه کې کار کاوه، د اگست په ٢١ هغه وخت وتښتول شول چې د سرک له لارې یې په بسونو کې سفر کاوه.

XS
SM
MD
LG