د لاس رسي وړ اتصالات

د باجوړ په عملیاتو کې ٢٥ تندروان وژل شوي


د پاکستان پوځي مقامات وايي، د باجوړ په سیمه کې په وروستیو عملیاتو کې لږ تر لږه ٢٥ تندروان او درې عسکر وژل شوي دي.

پوځي مامورین وايي، دغه تندروان نن د لوی سم او رشکي په سیمو کې وژل شوي دي. مقامات وايي، په عملیاتو کې د پوځ دوه افسران هم وژل شوي دي.

باجوړد هغو تندروانو په خلاف د جگړې سخت میدان گرځېدلی چې فکر کیږي په پاکستان او افغانستان کې حملې کوي.

پوځ وايي، په تیره یوه میاشت کې یې په دغه سیمه کې په روانو عملیاتو کې لږ تر لږه زر تنه تندروان وژلي دي. په دغو عملیاتو کې له ٦٠ زیات عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG