د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو چارو وزیران نن د ملگرو ملتونو عمومي شورا ته خبرې کوي


د ملگرو ملتونو عمومي شوری نن د شنبې په ورځ یوه فوق العاده غونډه لري او ټاکل شوې ده چې دغې غونډې ته د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران خبرې وکړي.

د روسیې، سعودي، مصر، سوریې او شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیران د هغه عالي رتبه مقاماتو په جمله کې دي چې نن به په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي شورا غونډې ته خبرې کوي.

د ملگرو ملتونو د یوې اونۍ په روانه غونډه کې د چارواکو غوښتنه دا وه چې د نړیوالو اقتصادي بحران، د خوراکي موادو او تیلو زیاتیدونکو قیمتونو او د اقلیم بدلون ته باید په نړیواله توگه د حل لاره پیدا شي.

د غونډې په څلورمه ورځ، د برتانیې صدراعظم گورډن براون غونډې ته وویل چې د نړۍ مسئلې تر هغو نشي حل کیدای چې ټوله نړۍ یو موټی او متحد عمل ونکړي.

او ټاکل شوې ده چې نن به د برما په اړه د ملگرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون په مشرۍ لومړنۍ په لوړه سطحه غونډه جوړي شي. په دغه غونډه کې به د برما لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی ابراهیم گمباري په هغه ملک کې د وروستیو پرمختگونو په باب رپوټ وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG