د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په څلوېښتو ولسوالیو کې پرمختیايي پروژی 'په ټپه ولاړې دي'


د افغانستان د کلیو او پراختیا دوزارت چارواکي وايي چې له تېرو څو کلونو راهېسې د نا امنیو له امله د افغانستان په څلوېښتو ولسوالیو کې پرمختیايي پروژی په ټپه ولاړې دي او نه شي کولای چې په کلیو او بانډو کې پراختیايي پروژی تطبیق کړي.

د کلیو او پراختیا وزیر، احسان ضیا نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دوی له امنیتي ادارو غواړي پدغو ولسوالیو کې دی د پراختیايي پروژو د عملي کېدو لپاره امنیت خوندي کړي.

احسان ضیا دا ډول وویل چې نېږدی اتلس ولایتونه د وچکالۍ له جدي تهدید سره مخ دي او وزارت یې په پلان کې لري چې په را روان ژمي کې خپلې مرستې او خوراکي مواد پخوا تر دی چې بارانونه او واورې سړکونه وتړي اړو سېمو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG