د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناما ویاند په کندهار کې د ملالۍ کاکړې وژنه وغندله


د یوناما ویاند ادرین اېډوارډ په کندهار کې د مخکښې ښځېنه افسرې ملالۍ کاکړې وژنه وغندله.

هغه وی ویل چې ملالۍ کاکړه تکړه پولیسه وه او په ډېر ناځوانه توګه ووژل شوه. اېډوارډ د هغې وژنه د پولیسو په لېکه کې یوه لویه ضایعه وبلله.

د ملالۍ کاکړې د وژنې د غندلو په لړ کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغې وژنه غندلې.

ولسمشر کرزي ملالۍ کاکړ تکړه افسره وبلله او د هغې وژنه یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وبللو.

بل پلو ملګري ملتونه وايي د سولې د ورځې په مناسبت یې د ګوزڼ ناروغۍ د واکسیناسیون د کمپاین پر مهال د افغانستان په هلمند او کندهار ولایتونو کې ندي توانېدلي چې ۱۹۰ زره ماشومانو ته واکسین وکړي.

نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه هیت یا یوناما ویاند ادرین اېډوارډ خبریالانو ته وویل چې په دغو دوو ولایتونو کې د واکسین د نه رسولو دلیل د لارو ستونزی او د نا امنیو شتون وو.

بل پلو، د یکشنبې په ورځ د افغان پولیسو یو مامور وویل د امریکا په مشرۍ اییتلافي قواو د افغانستان د ختیځې سیمې په عملیاتو کې دری تنه ملکي وگړي وژلي دی.

دوی وایی داعملیات یی د افغانستان په ختیځ کی د تررستانو پر ځالې پیل کړل او وژل شوی کسان هم د القاعده غړي دي.

جنرال عبدالجلال جلال چې په کنړ کی د ولایتي پولیسو د چارو مشر دی وایی پدی هوایی برید کې د هغه ولایت د اسمر ولسوالۍ هدف نیول شوی وه چې په لړ کی یی دری تنه ملکیان ووژل شول. خو اییتلافي قواوی وایی د تررستانو پدې ځاله کې په کنړ کی د څوڅو حملو پلانونه طرحه شوي و.


XS
SM
MD
LG